ښرنه (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٥): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت په لويو لارو کې طالبانو تلاشي پيل کړې او خلک يې اندېښمن کړي دي.
دوى وايي چې د پکتيکا- غزني او پکتيکا- پکتيا تر منځ غځېدلې لارې له سختو امنيتو ګواښونو سره مخ دي او په دې لارو کې طالبان تلاشي کوي او دولتي کارکوونکي له موټرو ښکته کوي.
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د مرکز ښرنې ښار اوسېدونکي سيد خان د ليندۍ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت لويې لارې نا امنه شوې دي او هره ورځ طالبان دولتي کسان له موټرو ښکته کوي او وژني يې.
هغه د وژل شوو کسانو کومه شمېره په ډاګه نه کړه خو زياته يې کړه: ((د امنيتي پوستو په سل مترۍ کې طالبان ولاړ وي او دولتي کسان له موټرو ښکته کوي او بيا يې وژني.))
د هغه د معلوماتو له مخې، د پکتيکا- پکتيا پر لار تر لس ځايه ډېر طالبان ولاړ دي او خلک تلاشي کوي.
دغه راز د پکتيکا د مرکز بل اوسېدونکي سيد نور هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل: ((څو ورځې وړاندې مې د تره زوى له غزني څخه پکتيکا ته روان و چې په لاره کې طالبانو له موټره ښکته کړى او بيا يې وژلى دى.))
ده هم وويل چې طالبان د پکتيکا په لويو لارو کې تلاشۍ پيل کړې دي.
د ده په وينا، په تېره يو مياشت کې يوازې د پکتيکا- غزني پر لويه لار ٣٠ دولتي کارکوونکي د طالبانو له لوري له موټرو ښکته شوي او بيا يې وژلي دي.
دغه شان د پکتيکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خورشيد امان کټوازي پژواک ته وويل چې د پکتيکا، مټاخان ولسوالۍ د پکتيا له زرمت ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.
هغه وايي: ((ډېر مشکل د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې دى، هلته طالبان دولتي کارکوونکي له موټرو ښکته کوي او بيا يې وژني، خو کله چې د پکتيکا ساحې ته داخل شى بيا دومره مشکل نشته.))
د ملي اردو يوه سرتېري عبدالله شينواري پژواک ته وويل چې له پکتيکا څخه نورو ولايتونو ته هوايي الوتنې نشته او په لارو کې د طالبانو له لاسه خلک په اسانۍ تګ راتګ نه شي کولاى.
يادو ټولو کسانو له امنيتي ارګانونو جدي غوښتنه وکړه چې د لويو لارو امنيت دې تامين کړي.
login or register a new account.