Language

ولسمشر مزار شريف ته ورسېد

مزار شريف (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٥): ولسمشر اشرف غني د ترکمنستان له سفر او د اقنې رېل پټلۍ  ليکې تر پرانېستلو وروسته مزار شريف ته رسېدلى دى.

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري په مزار شريف کې خبريالانو ته وويل چې ولسمشر مزار شريف ته له رسېدو سره سم روضې مبارکې ته  لاړ .

هغه زياته کړه چې بلخ ولايت ته يې د سفر موخه د هغه پېښې غمشريکي هم ده چې د المان پر کونسلرۍ شوي بريد کې لسګونو ملکي  کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

چخانسوري په بلخ کې د سرپرست والي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په دې سفر کې داسې موضوعات په پام کې نه دي نيول شوي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواک اژانس ته وويل، چې ټاکل شوې ولسمشر اشرف غني والي عطاء محمد نور ، ځايي چارواکو، داهل تشيع او اهل تسنن له علماوو، د مدني ټولنې غړو، د ښځو له پلاوو او نورو خلکو سره ګوري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.