Language

برمل کې شپږ طالبان وژل شوي

ښرنه(پژواک،٩ليندۍ٩٥): د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې د يو سرګروپ په ګډون شپږ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرووف مسعود د ليندۍ په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې امنيتي ځواکونو په برمل ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې ددې عملياتو په ترڅ کې تر اوسه د يوه سرګروپ په ګډون شپږ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

 ده وويل چې د عملياتو پرمهال د طالبانو يو شمير وسلې، موټر سايکلونه او يو عراده ټويوټا موټر هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د امنيت امر زياته کړه چې په دې عملياتو کې تر اوسه امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله وزير پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده .

هغه زياته کړه: (( زه وايم چې له ژمي بايد پوره ګټه واخيستل شي او په ټولو سيمو کې طالبان وځپل شي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ددې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو د پکتيکا په سرروضه ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دې بريدونو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې نه ده په ډاګه کړې.

د يادونې ده چې شاوخوا يوه مياشت مخکې وسله والو طالبانو د پکتيکا اومنۍ ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې او تر اوسه له هغوى سره ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.