Language

د غزني پولیسو ۳۷۵ کیلوګرامه تریاک نیولي

غزني ښار (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٥): د غزني پوليسو په اندړو ولسوالۍ کې له قاچاق وړونکو سره تر نښتې وروسته ٣٧٥ کيلوګرامه ترياک نيولي دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د ليندۍ په ٩مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې يو شمېر قاچاق وړونکو د وسله والو طالبانو په مرسته غوښتل نشه يې توکي له غزني څخه کابل ته انتقال کړي.

هغه وايي چې د  اندړو ولسوالۍ په رحيم خېلو سيمه کې د يادو قاچاق وړونکو او طالبانو تر منځ نښته شوې چې په پايله کې یې پوليسو ٣٧٥ کيلوګرامه ترياک ترلاسه کړي دي.

د امرخېل د معلوماتو له مخې، د نښتې پر مهال امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو يو تن قاچاق وړونکی وژل شوى دى.

هغه زياته کړه: ((ما تېر کال قاچاقبرانو ته ویلي وو چې غزني به ستاسو لار نه وي او دلته به قاچاقبر نیول کېږي او تباه کېږي به.))

د امرخېل په وينا، په تېرو لسو مياشتو کې یې نږدې زره کيلوګرامه بېلابېل ډوله نشه يې توکي نيولي او اړوند ادارو ته يې سپارلي دي.

د غزني ښار اوسېدونکي الله محمد پژواک ته وويل چې غزني امنيتي مسوولين بايد وروستۍ هڅې وکړي تر څو په دغه ولايت د قاچاق وړونکو مخه ونيسي.

ده وويل: ((پخوا به په غزني کې په رڼا ورځ نشه يې توکي خرڅېدل خو اوس يې څوک په اسانه نه شي خرڅولاى.))

خو هغه وايي چې له سره له دې هم په دې وروستيو کې په غزني پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمير ډير شوى دى.

د يادې پېښې په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.