پل علم(پژواک،٩ليندۍ٩٥):په لوګر کې د ١٦ ميليونه افغانيو په لګښت د ځمکو د اراضي رياست د ودانۍ د جوړونې چارې پيل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه نن جوړې شوې غونډې ته د لوګر والي محمد حليم فدايي وويل چې د دې ودانۍ د جوړونې چارې به د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
د فدايي په وينا، دغه ودانۍ په درې جريبه ځمکه کې په درېيو پوړونو کې په اساسي توګه جوړيږي او ١٦ ميليونه افغانۍ به پرې ولګول شي.
والي زياته کړه: (( موږ هڅه کوو چې د ولایت په کچه ټولو هغو ادارو ته ودانۍ جوړې کړو چې اوس مهال په کرایي کورونو کې خپلې چارې پرمخ وړي او یوه اداره هله ولس ته ښه خدمات وړاندې کولاى شي چې کارکوونکو ته یي کاري امکانات او مناسب ځای برابر شي.))
نوموړی زیاته کړه چی اوس مهال د ولایت په مرکز او ولسوالیو کی دیرش سلنه دولتي ادارې ودانۍ نه لري او کارکوونکي یې د کار پرمهال د ځاى د کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي.
د یاد ریاست سرپرست عظیم خان پژواک ته وویل: (( زموږ ادارې له تاسیس څخه تر دې دمه ودانۍ نه لرله او د کار پرمهال به له ستونزو سره مخ وو خو اوس خوښ په دې یم چې راته د نوې ودانۍ چارې پیل شوې.))
په دې غونډه کې د لوګر د ولايتي شورا غړي حسیب الله ستانکزي وويل چې اړوند ارګانونه بايد په دې ولايت کې خپلو ادارو ته ودانۍ جوړې کړي.
هغه وایي:(( یوه اداره هغه وخت خود کفا کیدای شي او کارکوونکي یې ښه خدمتونه وړاندې کولى شي چې کاري فضا او امکانات ورته برابره وي.))
لوګر د افغانستان د مرکزي ولايتونو له ډلې څخه دى چې له پلازمېنې کابل سره ٣٥ کيلومتره واټن لري او ځينې سيمې يې نا امنه دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP