کندوز (پژواک ٩ ليندۍ ٩٥): په کندوز ولايت کې يو پوځي کمېسيون د بې پلېټه موټرو او بې اسنادو وسلو د راټولولو په موخه په راتلونکو دوه ورځو کې خپل کار پيلوي.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګل باغ له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د کندوز ښار په داخل کې د امنيتي وضعيت د ښه والي په موخه يې د ياد ولايت د لوړپوړو پوځي چارواکو تر مشرۍ لاندې يو پوځي کمېسيون جوړ کړى دى.
نوموړي زياته کړه، ياد کمېسيون ته دنده سپارل شوې څو ټول بې اسناده وسلې او بې پلېټه موټر راټول کړي، چې په دې کار سره امنيتي وضعيت ښه شي.
جنګل باغ وويل: "د ښار په داخل کې سلګونه بې پلېټه موټر او بې اسناده وسلې شتون لري چې امنيتي وضعيت يې له ګواښ سره مخ کړى، د ښار د تنظيم لپاره مو تصميم نيولى، څو ټول بې پلېټه موټر او بې اسناده وسلې راټولې کړو او امنيت ښه کړو."
د کندوز امنيه قوماندان په ښار کې د بې پلېټه موټرو او بې اسنادو وسلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې وسله وال مخالفين له بې پلېټه موټرو او بې اسناده وسلو څخه په ګټې د کندوز ښار امنيت خرابوي.
د کندوز اوسېدونکي د بې اسناده وسلو له راټولولو هرکلى وکړ، خو ويې ويل چې د کندوز ښار ٩٠ سلنه موټر پلېټونه نه لري چې راټولول يې سخت کار دى.
د کندوز ښار يوه اوسېدونکي شېراغا وويل: "له کندوز ښار څخه د وسلو راټولولو په برخه کې کومه ستونزه نشته، خو حکومت بايد لومړى کندوز ښار ته د بې پلېټه موټرو د راننوتلو مخنيوى وکړي .
login or register a new account.