Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان د چورلکې د لوېدو په پېښه کې ووژل شو

کابل(پژواک، ٩ ليندۍ ٩٥): ملي دفاع وزارت وايي، نن مازيګر مهال د ملي اردو يوه چورلکه د بادغيس ولايت د بالامرغاب  ولسوالۍ په موري چاق سيمه کې لوېدلې او د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان په کې وژل شوى دى.

د دفاع وزارت د وياند مرستيال محمد رادمنش پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چورلکه د تخنيکي ستونزو له امله نن شاوخوا څلور نيمى بجې غورځېدلې ده.

ده وويل چې په دې چورلکه کې ځينې نور ولايتي چارواکي هم و، خو يواځې د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان جنرال محې الدين غوري په کې وژل شوى او نور ټپيان دي.

هغه وويل چې په دې اړه به نور جزييات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.