Language

د جوزجان د پخواني والي زوى: پلار مې د دوستم په کور کې بندي دى

مزارشريف (پژواک، ۱۰ ليندۍ ۹۵): د جوزجان د پخواني والي او د جنبش ګوند د پخواني مرستيال انجنير احمد ايشجي زوی وايي چې پلار يې لا هم د جنرال دوستم په کور کې بندي دی.

خو د جنبش ګوند مسوولين دغه ادعاوې ردوي.

د جوزجان د ولايتي شورا وکيل بابر ايشجي په مزارشريف ښار کې د ليندۍ په ۱۰مه خبريالانو ته په خبري ناسته کې وويل چې له تېرو شپږو ورځو راهيسې يې پلار د ولسمشر د لومړي مرستيال او د جنبش ګوند د رهبر جنرال عبدالرشيد دوستم له خوا د هغه په کور کې بندي دی.

نوموړي زياته کړه، تېره جمعه د شبرغان ښار په بزکشۍ ميدان کې د زرګونو کسانو پر وړاندې يې پلار د جنرال دوستم له خوا ووهل شو او بيا يې له ځان سره خپل کور ته يووړ چې تر دې دمه ورسره بندي دی.

هغه وايي چې د پلار د خلاصون لپاره يې بار بار د جنرال دوستم کور ته قومي سپين ږيري ولېږل، خو کومه پايله يې نه ده ورکړې.

بابر ايشچي وويل چې دوی له امنيتي ارګانونو سره هم په اړيکه کې شول؛ خو څوک يې د پلار په تړاو هېڅ معلومات نه ورکوي.

خو د جنبش ګوند يوه وياند او د ځوانانو مشر کنشکا ترکستاني پژواک اژانس ته وويل چې انجنيراحمد ايشچي د جنرال دوستم په کور کې نه، بلکې د جوزجان له ملي امنيت سره بندي دی.

نوموړي احمد ايشجي له ترهګريزو کړيو سره په اړيکو تورن کړ.

د جوزجان ولايت امنيه قوماندان رحمت الله ترکستاني پژواک ته وويل چې احمد ايشچي د تحقيقاتو په موخه له ملي امنيت سره دی.

خو د هغه د نيولو، تحقيق او بېرته خوشي کېدو په تړاو يې څه ونه ويل.

login or register a new account.