غزني ښار (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٥): د غزني په اب بند ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته کې د يوه قوماندان په ګډون ١٦ طالبان وژل شوي دي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د ليندۍ په١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار ګڼ شمېر وسله والو طالبانو غوښتل له اب بند څخه مقر ولسوالۍ ته واوړي.
خو ده وويل چې د اب بند ولسوالۍ په بزکو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.
هغه وايي چې په دې نښته کې د قوماندان ملا ريحان په ګډون ١٦ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
ده وويل چې د شپږو طالبانو جسدونه په سيمه کې پاتې وو.
د امرخېل د معلوماتو له مخې، يادو طالبانو د ظفر کوچي تر قوماندې لاندې په دې ولسوالۍ کې ورانکار فعاليتونه کول.
د امرخېل په وينا، په ياده جګړه کې له امنيتي ځواکونو سره پاڅون کوونکي هم مل وو خو دوى ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه راز د بزکو د سيمې اوسېدونکي انعام الله پژواک ته وويل چې په دې سيمه کې نن د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.
ده وويل چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دوه ټپي پاڅون کوونکي يې په خپلو سترګو ليدلي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې د غزني په ده يک ولسوالۍ کې طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي او امنيتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
غزني د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې په ګڼ شمېر سيمو کې یې وسله وال فعاليت لري.
login or register a new account.