ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د دوو کلونو په موده کې ۱۷۰ قاچاق وړونکي نيول شوي

تخار کې د دوو کلونو په موده کې ۱۷۰ قاچاق وړونکي نيول شوي

author avatar
1 Dec 2016 - 13:41
تخار کې د دوو کلونو په موده کې ۱۷۰ قاچاق وړونکي نيول شوي
author avatar
1 Dec 2016 - 13:41

تالقان (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٥): د تخار امنيه قومانداني وايي چې له تېرو دوو کلونو راهيسې يې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ١٧٠ کسان له زرګونو کيلوګرامه نشه يي توکو سره نيولي دي.

د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د ليندۍ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، سره له دې چې په دغه ولايت کې کوکنار نه کرل کېږي؛ خو نشه يي توکي ورته له نورو ولايتونو په ځانګړې توګه له بدخشان ولايت څخه راوړل کېږي.

اسير زياتوي: ((په دوه کلونو کې مو ۵۳۰۸ کيلوګرامه نشه يي توکي ضبط کړي او په همدې تړاو مو ۱۷۰ کسان نيولي، عدلي او قضايي ارګانونو ته مو سپارلي دي.))

د هغه په وينا، دوى له نشه يي توکو سره په مبارزه کې ژمن دي او په کلکه يې مخه نيسي.

نوموړی وايي چې په دغو نشه يي توکو کې مورفين، پاپاورين، هيروين، نشايسته، قندي مواد، ترياک، چرس، تېزاب او الکولي مشروبات شامل دي.

د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې په دې لړ کې يې له قاچاق وړونکو څخه ۵ ميله کلاشينکوفونه، يو راکټ، يو پيکا، ۸۰  عرادې موټر او ۱۶۸ مبايل ټيلېفونونه پوليسو ترلاسه کړي دي.

د دشت کلا ولسوالۍ اوسېدونکی حسيب کريمي پژواک خبري اژانس ته وايي چې له تخار څخه ډېرى نشه يي توکي له دې ولسوالۍ څخه تاجکستان لوري ته قاچاق کېږي او قاچاق وړونکي له دولتي لوړپوړو چارواکو سره لاس لري.

د هغه په وينا، پوليس لوی قاچاق وړونکي نه نيسي، يواځې پر وړو کاروباريانو لاس اچوي.

د تخار د ولايتي شورا غړی روح الله رووفي هم وايي، پولیس د نيول شوو نشه يي توکو پر ځای چونې ته اور ورته کوي او اصلي توکي بيا په قيمته بيه پلوري.

نوموړی هم وايي، لوی قاچاق وړونکي نه نيول کېږي، د قاچاق په تور نيول شوي ټول کسان واړه کاروباریان دي.

رووفي زياتوي: ((پوليس هر کال په زرګونو کيلوګرامه نيول شوي نشه يي توکي په عام محضر کې سوځوي، که تا سو دغه توکي وګورئ لس سلنه يې اصلي توکي نه دي، اصلي توکي ترې را ايستل کېږي پر ځای يې چونه او يا هم نور توکي ځای پر ځای کېږي.))

خو د تخار امنيه قوماندانۍ وايي له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليس په دې برخه کې کلکه مبارزه کوي، هر څوک چې قاچاق وکړي، نيول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.