Language

د مزارشریف نوی ښاروال معرفي شو

مزارشريف (پژواک، ۱۱ ليندۍ ۹۵): د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار نوی سرپرست ښاروال وايي چې د عوايدو په سمه توګه ټولول او د ښار پاک ساتل به يې له لومړيتوبونو څخه وي.

نصيراحمد عيني د ليندۍ په ۱۱مه په داسې حال کې د مزارشريف د نوي ښاروال په توګه معرفي شو، چې له تېرو لسو کلونو د دې ادارې مسوول نه و تبديل شوی.

محمد يونس مقيم له تېرو لسو کلونو د مزارشريف ښاروال و چې د تقاعد کېدو له امله يې دنده پرېښوده.

د مزارشريف نوي ښاروال نصيراحمد عيني د ده د معرفي په تړاو د جوړې شوې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته د عوايدو په سمه توګه ټولول او د ښار پاک ساتل يې د خپلو چارو له  لومړيتوبونو څخه وګڼل.

نوموړي دا ومنله، چې د عوايد د ټولولو په برخه کې ځيني وخت زورواکي خنډ جوړوي؛ خو که چېرې دی ورسره مخ شي؛ نو له عدلي او قضايي ارګانونو به مرسته وغواړي.

هغه د ښار د پاک ساتلو په برخه کې وويل: ((که څه هم د مزارشريف ښار د يو ميليون نفوس پر وړاندې زموږ تشکيل ډېر کم دی؛ خو بيا به هم ښار پاک ساتو.))

نوموړي د ښار د پاک ساتلو په برخه کې له ښاريانو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

خو د مزارشريف اوسېدونکو د ښاروالۍ اداره د ښار د پاک ساتلو په برخه کې کمزروې وګڼله.

د مزارشريف د دشت شور سيمې اوسېدونکي جعفر فيصل پژواک ته وويل چې دوی د روضې په دوه کيلومترۍ کې ژوند کوي؛ خو هر سهار د خټو له امله له کوره سم نه شي وتلی.

نوموړي زياته کړه چې د ښار د نا متوازنې پراختيا له امله د دوی سيمې ته په تېرو لسو کلونو کې سمه پاملرنه نه ده شوې.

هغه وايي چې د سړک د نه قير کېدو له امله يې شاوخوا کې خورا کثافات وي او ښاروالي يې نه پورته کوي.

خو نوي ښاروال ټينګار وکړ چې له دې وروسته به ښاروالي د چارو پر مهال د ښاريانو غوښتنې په نظر ک You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.