Language

په مزارشريف ښار کې نجونو د بايسکل ځغلونې سيالي ترسره کړه

مزارشريف (پژواک، ۱۱ليندۍ ۹۵): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې نجونو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مبارزې په ملاتړ د بايسکل ځغلونې سيالي ترسره کړه.

دغه سيالي د اويک دفتر له خوا د يوناما په ملاتړ د ليندۍ په ۱۱مه، جوړه شوې وه، چې د بلخ ولايت لسګونو ورزشي نجونو په کې برخه واخيسته.

په بلخ کې د اويک دفتر مسوولې حفيظې ميرزايي د بايسکل ځغلونې سيالۍ په پای کې پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ډول پروګرامونه په عمل کې د ښځو پر وړاندې شته تاوتريخوالي ته، نه ويل دي.

نوموړې زياته کړه، لا هم په بلخ ولايت کې مېرمنې له خپلو حقوقو څخه په ناخبرۍ کې په بد حالت کې ژوند کوي.

هغه وايي، د ورته پروګرامونو له لارې هڅه کوي، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د شته مبارزې ملاتړ وکړي.

د ځغاستې ګډونوالې سميرا پژواک ته وويل، په ډېرې خوښۍ يې په دغه پروګرام کې برخه واخيسته.

نوموړې زياته کړه: ((نجونې لا هم په واټونو کې په بايسکل د ګرځېدو جرئت نه شي کولی؛ خو دا زموږ حق دی.))

د هغې په وينا، په مزارشريف ښار کې د نجونو له لوري د بايسکل د ځغلونې شوې سيالۍ په ډاګه کوي، چې په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د مثبت بدلون څرکونه شته دي.

د بلخ د ښځو چارو مسوولين وايي، په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې له شته تاوتريخوالي سره د مبارزې شپاړس ورځنی کمپاين پيل شوی، چې په مزارشريف ښار کې هم د دغه کمپاين په ملاتړ ځينې چارې تر سره کېږي.

login or register a new account.

Related Topics