Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سمنګان او لغمان له سلګونو کروندګرو سره مرسته وشوه

کابل (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٥): په سمنګان او لغمان کې په ٤٤٠٠ کروندګرو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ووېشل شول.

د سمنګان د زراعت او مالدارۍ رئيس همايون حبيب وويل، په دې ولايت کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا په ٢٩٠٠ کروندګرو باندې ٤٣٥ ټنه اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سره ووېشل شوه.

ده زياته کړه، د دغو موادو ټول لګښت د ١٢ ميليونو او ٩٠٠زرو افغانيو په شاوخوا کې دى، چې هر کروندګر ته په ٥٠ سلنې تخفيف سره ورکول کېږي.

د يوه بل خبر له مخې، په لغمان کې هم په ١٥٠٠ کروندګرو ياد شوي مواد وېشل شوي دي.

د لغمان ولايت له مقام څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ٧٥ متريک ټنه د غنمو اصلاحي شوي تخمونه او ١٥٠ متريک ټنه کيميايو سره د لغمان په مرکز سربېره د الينګار، اليشنګ او قرغيو ولسواليو په کروندګرو ووېشل شول.

په دې اړوند جوړو شوې غونډه کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي له کروندګرو وغوښتل چې په خپلو ځمکو کې د نشه يي توکو له کرکېلې په کلکه ډډه وکړي او د دغې شومې پديدې څخه د لغمان ولايت په پاک اعلانېدو کې له خپلې ولايتي ادارې سره مرسته او همکاري وکړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ريیس محمد جمیل خوشحال وویل، چې د مرکز او درې ولسوالیو د ۱۵۰۰ کروند ګرو لپاره چې کوم سهم توزیع کېږي، په دې کې د هر بزګر لپاره د یو جریب ځمکې د کر پر سر ۵۰ کیلو ګرامه اصلاح شوی تخم او ۱۰۰ کیلو ګرامه یوریا د اصلي قېمت څخه په پنځوس سلنه کم قېمت سره ورکول کېږي، چې دا د حکومت له لوري له کروند ګرو سره یوه لویه مرسته ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.