غزني ښار(پژواک،١٣ليندۍ٩٥):د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ له خلکو څخه ګرځنده ځيرک ټيلېفونونه ټول کړي دي.
د غزني د قره باغ ولسوالۍ د ميرخان سيمې اوسېدونکي عالم خان د ليندۍ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دوى په سيمه کې له خلکو څخه موبايلونه اخيستي دي.
هغه وايي: (( په هغو ټيلېفونونو کې چې سندرې غږيږي او يا هم ويډيو په کې ليدل کيږي هغه طالبانو له خلکو څخه ټول کړي او د کارولو اجازه نه ورکوي.))
هغه زياته کړه چې طالبان هر کس دروي او تالاشي کوي يې ترڅو دغه موبايل ورسره پيدا کړي.
دغه راز ددې ولسوالۍ بل اوسېدونکي رحمت الله خان پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ له ډيرو خلکو سره ځيرک موبايلونه شته.
هغه وايي: (( خلکو دغه موبايلونه ددې لپاره اخيستي ترڅو په بهر کې له خپلو دوستانو سره په ارزانه بيه اړيکه ونيسي، خو طالبان يې اوس چاته نه پريږدي.))
د هغه په وينا، کيداى شي ځينې کسان دغه موبايلونه يواځې د سندرو او يا هم د ويډيو د غږولو لپاره وکاروي، خو نور بيا پرې خپلې ستونزې هواروي.
د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
دغه شان د ده يک ولسوالۍ د سليمانزو د کلي اوسېدونکي سيدعالم پژواک ته وويل: (( له پخوا نه طالبانو په دې سيمه کې دغه غټ ټيلېفونونه بند کړي دي او وايي چې ځوانان بايد دغه ټيلېفونونه ونه ګرځوي ځکه چې بې لارې کيږي.))
په دې اړه د غزني ښار قومي مشر حاجي نورالله پژواک ته وويل چې په اوسني وخت کې ګرځنډه ټيلېفون يوه اړتيا ده او هيڅوک يې بايد پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي.
ده وويل: (( که هرڅوک داسې کوي ښه کار نه دى، زه دغه کار خلکو ته سپکاوى بولم.))
ده پر امنيتي چارواکو غږ وکړ چې د يادې ستونزې د حل لپاره هرڅه ژر جدي اقدام وکړي.
login or register a new account.