Language

د بلخ  له زرګونو مالدارانو سره د روغتيايي او خوراکي توکو مرسته وشوه

مزارشريف (پژواک، ۱۴ ليندۍ ۹۵): د شمال زون ۵۲۰۰ مالدارانو سره د مالدارۍ او باغدارۍ د ملي پروژې له لوري په بېلابېلو برخو کې مرسته وشوه.

په مزارشريف کې د شمال زون د مالدارۍ او باغدارۍ پروژې مسوول فهيم جباري د ليندۍ په ١٤مه، د دغو مرستو د وېش په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، يادې مرستې د دغې پروژې يوه برخه ده چې تر ۲۰۲۰ کال پورې د مالدارۍ او باغدارۍ په بېلا بېلو برخو کې کار کوي.

نوموړي زياته کړه، تر همدې کاله د يادې پروژې ټول لګښت ۱۷۰ ميليونه امريکايي ډالر دی.

د هغه په وينا، هر مالدار ته د تخنيکي، روغتيايي او خوراکي ۳۰ قلمه توکو کڅورې ورکړل شوې.

خو له مرستو برخمن مالداران بيا په بېلا بېلو برخو کې له شته ستونزو سر ټکوي.

د دهدادي ولسوالۍ مالدار شفيع خان پژواک ته وويل، د را روان سوړ ژمي له امله يې څاروي د وښو له کمښت سره مخامخ دي.

نوموړی زياته کړه، اوس په بلخ کې د تېرو کلونو په څېر څړځايونه هم نشته، چې دوی په کې د ژمي لپاره د وښو د ټولېدو بندوبست کړی وای.

هغه په تر لاسه شوې مرسته خوښي وښوده؛ خو ويې ويل چې دولت بايد د دوی د اساسي ستونزو د حل لپاره هم ګامونه پورته کړي.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ رييس سراج الدين مهربان هم د څړځايونو د غصبېدو په برخه کې د مالدارانو څرګندونې تاييد کړې.

نوموړي پژواک ته وويل، په بلخ کې ځينو زورواکو څړځايونه په کرنيزو ځمکو بدل کړي او ځای ځای يې په کې کورونه هم جوړ کړي دي.

هغه د مالدارانو د نورو ستونزو د حل لپاره د مالدارۍ او باغدارۍ ملي پروژه ښه هڅه وګڼله.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.