Language

پکتیکا کې له سلګونو بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

ښرنه (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٥): د پکتيکا په ارګون او سروبې ولسواليو کې له سلګونو بېځايه شوو کورنيو سره نغدې مرسته وشوه.

د پکتيکا د کډوالو چارو سرپرست رييس محمدسليم قاضي خېل د ليندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرستې په ارګون او سروبي ولسواليو کې د اومنې او برمل ولسواليو له ٢٤١ بې ځايه شوو کورنيو سره وشوې.

هغه وايي: ((دغه کډوال له سختو ستونزو سره مخ وو، نو ځکه مو ورسره مرستې وکړې.))

نوموړی زياتوي چې په دغه ولايت کې تر پنځه زرو زياتې کورنۍ د جګړو له امله بېځايه شوې دي چې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د هغه د معلوماتو له مخې، له هرې کورنۍ سره ۶۱۵۰ افغانۍ نغدې مرسته وشوه او دغه لړۍ به نورو بې ځايه شوو کډوالو ته هم وغځېږي.

د يادو بې ځايه شوو کډوالو له ډلې شېرمحمد پژواک ته وويل چې دغه مرستې د دوی لپاره بسنه نه کوي.

هغه زياته کړه: ((موږ زياتو مرستو ته اړتيا لرو؛ ځکه موږ وېرېږو چې له کوم انساني ناورين سره مخ نه شو.))

ده ټينګار وکړ چې مرستې بايد له بې ځايه شوو سره وشي او د بې ځايه شوو په نوم دې له نورو کسانو سره نه کېږي.

دغه راز يو بل کډوال محمد نور پژواک ته وويل: ((په ښه وخت کې دغه مرستې وشوې، ځکه موږ ورته سخت ضرورت درلوده.))

ده هم وويل چې بايد نورې مرستې هم وشي ځکه دغه مرستې بسنه نه کوي.

د يادونې ده، د پاکستان په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ د عملياتو په ترڅ کې زرګونه کورنۍ د پکتيکا ګومل او ځينو نورو ولسواليو ته کډه شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics