Language

په خوشامند کې د ماين چاودنې له امله دوه ښځې وژل شوي

ښرنه(پژواک،١٥ليندۍ٩٥): د پکتيکا په خوشامند ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله دوه ښځې وژل شوي او دوه نارينه ټپيان دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرووف مسعود د ليندۍپه ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا لس بجې د خوشامند ولسوالۍ د جمجمې په سيمه کې په ملکي کسانو د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې دوه ښځې وژل شوي او دوه نارينه ټپيان دي، چې ټپيان د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

د امنيت امر وايي چې دغه ماين د افغان دولت د وسله والو مخالفينو له لورى ځاى پرځاى شوى چې ملکي کسان يې ښکار شول.

د خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکي ولي جان پژواک ته وويل چې دغه خلک په يوه سراچه موټر کې ناست او ښار ته روان وو چې چاودنه پرې وشوه.

ده هم وويل چې په دې  چاودنه کې دوه ښځې وژل شوي او دوه نورکسان ټپيان دي.

دغه راز د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په خپله ټويټر پاڼه کې ياده چاودنه تاييد کړې، خو ويلي يې دي چې په دې چاودنه کې دوه ښځې او يو نارينه وژل شوي دي.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستى.

خوشامند د پکتيکا له لرو پرتو او ناامنو ولسواليو څخه ده.

login or register a new account.