ښرنه(پژواک،١٥ليندۍ٩٥): د پکتيکا له دوو انستيتيونونو څخه سلګونه تنه نوي فارغ شوي کسان وايي چې اړوندې ادارې بايد هرڅه ژر دوى ته د کار زمينه برابره کړي.
د ليندۍ په ١٥مه د پکتیکا ولایت د حسابدارۍ له انستیتيوت څخه ۱۶۳ او د کرنې له انستیتيوت څخه ۴۸ تنو ته د یولړ ځانګړیو مراسمو په ترڅ کې د فراغت سندونه ورکړل شول.
دکرنې له انستیتيوت څخه فارغ شوي عبدالحق فقیرزاده د نويو فارغ شويو کسانو په استازيتوب وويل چې ټول محصلین د لوړوزده کړو د بشپړولو او په ادارو کې دکار او خدمت کولو هیله لري.
هغه له دولت نه غوښتنه وکړه چې له دوی سره په یادو دواړو برخوکې مرسته وکړي.
نوموړي ددې ترڅنګ وويل چې ددې انستیتيونونو چارې او امکانات دې نورهم پیاوړي شي ترڅو محصلین د لاښو او مسلکي زده کړو څخه برخمن شي.
په دې مراسموکې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل چې اوس پکتیکا په هرډګر کې ترپخوا پرمختګ کړی.
هغه د بېلګې په توګه وويل: (( یو وخت و چې یواځې شپږ محصلینو به د کانکور په ازموینه کې برخه اخيسته، خو اوس موږ خپله پوهنتون او انستيتيوت لرو.))
وحدت وویل چې تربل هرڅه د فکرجوړونې ته اړتیا ده اوپه اوس وخت کې دپکتیکا دخلکو فکرونه د تعلیم لور ته اوښتي دي.
والي فارغ شویو کسانو ته وویل چې د پکتیکا په ټولو پوستونو کې د ګومارنې په وخت کې د لوړو زده کړو فارغو کسانو ته لومړیتوب ورکوي.
د پکتیکا د پوهنې سرپرست ريیس محمدنسیم واجد هم په دې اړه وویل چې پکتیکا اوس د پوهنې په برخه کې زیات پرمختګ کړی دی.
د حسابداري او ادارې دانستیتيوت امرحضرت ګل محمدي هم وویل چې دې انستیتيوت کې ۴۰۰ محصلین په زده کړوبوخت دي چې د هغوی له ډلې نه ۱۶۳ تنه محصلین سږکال له بیلابیلو څانګو فارغ شول.
همدارنګه نوموړي وویل، د دوی هڅې دا دي چې راتلونکى کال دغه انستیتيوت په کثیرالرشتوي بدل شي، ترڅو دوى وکولای شي چې په نورو ډېرو څانګو کې هم محصلین و روزي.
login or register a new account.