بروکسل (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٥): د ناټو او متحدو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې پيل شوه.
د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ د دغه کنفرانس په پيل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې لومړۍ ورځ د ناټو اړوند مسايلو ته ځانګړې شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دويمه ورځ به د ناټو او شاوخوا ٤٢ متحدو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي.
د ناټو سرمنشي وويل، سبا به د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير صلاح الدين رباني په ګډون نړيواله ټولنه له افغانستان سره د اوږود مهاله همکاريو په اړه خپلې ژمنې يو ځل بيا تازه کړي.
د هغه په وينا، د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې به د افغانستان د حکومت له خوا رامنځته شوي اصلاحات هم ارزول کېږي
سټولټنبرګ وايي چې د افغان حکومت له خوا د اصلاحاتو ژمنې د نړيوالې ټولنې له دوامدارو همکاريو سره تړاو لري.
سټولټنبرګ وويل: ((د وزيرانو غونډه به د افغانستان او د قاطع ملاتړ ماموريت په اړه پای ته ورسېږي، موږ به د افغانستان د امنیت په برخه کې خپل قوي ملاتړ بیا تایید کړو او د افغانستان د حکومت د اصلاحاتو د اجنډا په اړه به هغه اطلاعات لاسته راړو چې د افغانستان د اوږدمهال ثبات لپاره اړين دي.))
د روان زېږديز کال په جولاى مياشت کې په وارسا کې د ناټو تر سرمشريزې غونډې وروسته د بهرنيو چارو وزيرانو دا لومړۍ غونډه ده.
په کابل کې د ناټو د ملکي دفتر وياند وايي چې په دې غونډه کې به د ناټو د ٢٨ غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر څنګ د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې استازي، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى او د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکولسن هم ګډون کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP