Language

نور: د شمال جګړه د منځني ختيځ له جګړو سره تړاو لري

مزار شريف (پژواک،١٦ ليندۍ ٩٥): د بلخ والي عطاء محمد نور وايي چې د شمال جګړه يواځې طالبانو پورې محدوده نه ده، د قدرتونو جګړه ده او د منځني ختيځ له جګړو سره تړاو لري.

نوموړي دغه څرګندونې د ليندۍ په ١٦مه، په مزار شريف کې د ايران او دافغانستان د سوداګرۍ خونې له خوا د ګډ نندارتون د پرانېستلو په مراسمو کې  وکړې.

هغه زياته کړه چې د بلخ په ګډون د شمال نهه ولايتونه نا امنه دي، يو کال مخکې يې په دې اړه ولسمشر اشرف غني او اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله سره خپلې اندېښنې شريکې کړې وې.

د بلخ د والي په وينا، د مرکز  د نه پاملرنې له امله اوس د شمال امنيتي وضعيت خراب شوى   دى .

عطاء محمد نور وايي: (( د شمال جګړه يواځې وسله والو طالبانو پورې محدوده نه ده، د لويو قدرتونو جګړه ده  او د منځني ختيځ هېوادونو له جګړو سره تړاو لري.))

نوموړي په شمال کې د امنيتي حالت د ښه کېدو او د وضعيت د نور خرابوالي د مخنيوي په موخه وړانديز وکړ چې افغان ځواکونه بايد له دفاعي حالته ووځي او يرغليز حالت خپل کړي.

دى وايي،افغان ځواکونه چې په دفاعي حالت کې وي، له دې سره وسله وال مخالفين وخت پيدا کوي  چې ځانونه منظم او بيا بريدونه  وکړي.

هغه له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې د وسله والو مخالفينو پر ضد جدي عمليات ترسره کړي، د هغوى مرکزونه او ريښې يې له منځه يوسي .

په افغانستان کې د ايران سفير محمد رضا بهرامي چې په يادو مراسمو کې يې ګډون کړى و، د افغانستان روانه جګړه  بهرنۍ وبلله.

هغه له ګاونډيو هېوادونو وغوښتل چې د خپل امنيت لپاره دې افغانستان سره په سوله او ثبات کې همکاري وکړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.