مزارشريف (پژواک، ۱۶ ليندۍ ۹۵): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې نن د افغان او ايراني سوداګريزو توکو درې ورځنۍ نندارتون پرانېستل شو.
دغه نندارتون، چې د بلخ د سوداګريزو خونو او په افغانستان کې د ايران سفارت لخوا جوړ شوی، د بلخ د سرپرست والي او په افغانستان کې د ايران سفير له لوري پرانېستل شو.
د نندراتون د تنظيمونکو په وينا، په دغه نندارتون کې ۷۰ سلنه ايراني او ۳۰ سلنه افغان سوداګريز توکي نندارې ته وړاندې شوي.
په دې نندارتون کې مېوې، کرنيز او صنعتي توکي او برقي وسايل نندارې ته اېښودل شوي دي.
د بلخ د سوداګريزو خونو مشر ارش يونسي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې نندراتون کې د ايراني او افغان سوداګرو توکي په ۴۵ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي.
د ده په وينا، دغه نندراتون د افغانستان او ايران د سوداګريزو اړيکو د لا ټينګښت لامل کېږي.
هغه وايي، چې د ورته نندراتونو په جوړولو سره د دواړو هېوادونو د سوداګرو تر منځ اړيکې پيدا کېږي او له لارې يې ايراني پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا مومي.
ارش يونسي بلخ د سوداګريزې پانګونې لپاره وړ ولايت وګاڼه.
ده په دغه ولايت کې د صنعت، نفتو، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې د پانګونې لپاره د امکاناتو د شتون يادونه وکړه.
د ايران د سوداګريزو خونو مسوول محمود برنا نژاد پژواک ته وويل، چې ايران له افغانستان سره د شته فرهنګي اړيکو تر څنګ ښې سوداګريزې اړيکې هم لري.
د هغه په وينا، کومې سوداګريزې وړتياوې، چې په بلخ او په ټول افغانستان کې شته، ايران هڅه کوي، چې ګټه ترې واخلي.
دى وايي، چې ورته نندارتونونه يوازې د سوداګريزو توکو نندارې ته وړاندې کېدل نه دي، بلکې د دوو ملتونو او د دوو دولتونو تر منځ د اړيکو د ټينګښت لپاره لاره جوړول دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP