خوست ښار (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٥): په خوست کې د کرنې د ودې او پراختيا په موخه د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو کار پيل شو.
دغه ۱۰۰ شنې خونې د خوست د مرکز پر درېيو اداري واحدونو متون، شمل او لکڼو سربېره په اسماعيل خېلو، تڼيو، ګربزو او ځاځي ميدان ولسواليو کې د کرنې د ودې او د کليو پراختيا پروګرام (CARD-F) په چوکاټ کې جوړېږي.
د خوست والي حکم خان حبيبي د ياد شمېر شنو خونو له ډلې د دوو جوړو شوو هغو د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دغو شنو خونو نږدې اووه سوه زره امريکايي ډالر چې له ۴۰ ميليونه افغانيو سره برابرې دي، لګښت راځي.
د هغه په وينا، د دغو شنو خونو په جوړېدو سره به هر کال ۶۵۰ ټنه تازه ترکاري بازار ته عرضه کېږي چې د دغه ولايت اوسېدونکي به د کال په هر موسم کې ترې ګټه واخلي.
ده زياته کړه: ((د دې پروژې په تطبيق سره به په خوست کې د کرنې په برخه کې يو تحول رامنځته شي او ايجاب د دې کوي چې دغه مهم سکتور چې زموږ اقتصاد ورباندې ولاړ دی، اساسي پاملرنې ته اړتيا ده او دې برخه کې موږ ژمن يو.))
په همدې حال کې د خوست د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير سميع الله نصرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادو ۱۰۰ شنو خونو تر څنګ ۵۰ نورې شنې خونې هم د کارډيف په چوکاټ کې دغه ولايت ته منظورې شوې دي.
هغه زياته کړه: ((دغه شنې خونې چې موږ يې جوړوو، وړاندې له دې په خوست کې په دغسې معياري شکل مروجې نه وې، اوس موږ د مسلکي ټېم په وسيله په اساسي شکل باندې شنې خونې جوړوو.))
د حاجي محمد خان په نوم د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ يو اوسېدونکی چې په څه باندې يو جريب ځمکه کې يې شنه خونه جوړې کړې وايي چې له دې څخه د لسو جريبو ځمکې حاصل لاسته راوړلی شي.
هغه زياتوي: ((د لس جريبه ځمکې د غنمو، جوارو او نور حاصلاتو په پرتله زه د دې يو جريب شنې خونې څخه ډېر حاصلات ترلاسه کولی شم، زما غوښتنه دا ده چې دغه کار په خوست او نورو ولايتونو عام شي.))
د کرنې د ودې او د کليو پراختيا پروګرام يا CARD-F د کرنې او مالدارۍ او له يو شمېر نورو وزارتونو سره په ګډه کار کوي چې اساسي موخه يې د کرنې او مالدارۍ وده او پراختيا ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن