مزارشريف (پژواک، ۱۸ ليندۍ ۹۵): د شمال زون د بشر حقوقو خپلواک کميسيون مسوولينو له دولت څخه په دغه زون کې د بشر حقوقو د نقض د مخنيوي په تړاو د جدي هڅو غوښتنه وکړه.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ليندۍ په ۱۸مه، د بشر حقوقو نړيوالې ورځې په وياړ کنفرانس تر سره شو، چې دولتي چارواکو او مدني فعالانو په کې برخه اخيستې وه.
په مزارشريف کې د شمال زون د بشر حقوقو خپلواک کميسيون مسوول سيدمحمد سامع د ياد کنفرانس په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، د روان کال په اوږدو کې له دوی سره د بشر حقوقو د نقض ۳۵۰ پېښې ثبت شوې دي.
نوموړي زياته کړه، دغه پېښې د شمال زون څلورو ولايتونو (سمنګان، بلخ، جوزجان او سرپل) پورې تړاو لري.
هغه که څه هم د زورواکو او وسله والو مخالفينو تر څنګ دولت هم د بشر حقوقو په نقض تورن کړ؛ خو بيا يې هم دولت ته په شمال زون کې د بشر حقوقو د ساتنې جدي سپارښتنه وکړه.
سامع وويل: ((له وسله والو مخالفينو او زورواکو د څه شي تمه نه شي کېدی؛ نو زموږ مخ دولت ته اوړي، چې د بشر حقوقو د نقض د مخنيوي په برخه کې جدي کوښښ وکړي.))
په ياد کنفرانس کې د بلخ د ښځو چارې رييسې شهلا حديد هم برخه اخيستې وه، چې د سړيو په پرتله يې مېرمنې ډېرې له تاوتريخوالي سره مخامخ وګڼلې.
نوموړې زياته کړه، د ښځو په برخه کې د بشري حقوقو د نقض د مخنيوي لپاره بايد له کورنۍ تر دولت پورې ټول اړخونه په ګډه سره کار وکړي.
هغې د ښځو پر وړاندې شته تاوتريخوالی په فرهنګ اوښتې چاره وبلله.
مدني فعالانو په هېواد کې د بشر حقوقو د نقض بنسټيز لامل له تېرو څو کلونو روانې جګړې وبللې.
ليکوال او خبريال جاوېد واک په افغانستان کې د بشر حقوقو د نقض مخينه يواځې له کلتوري مسايلو سره نه، بلکې له جګړو سره هم نښتې چاره وګڼله.
ده پژواک ته وويل، اوسمهال په افغانستان کې له بشر سره کېدونکي ډېری تاوتريخوالي له جګړو سره ژوره اړيکه لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP