Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان په پاکستان کې د الوتکې لوېدل دردناکه پېښه وبلله

کابل (پژواک، ۱۹ ليندۍ ۹۵): د افغانستان دولت په پاکستان کې د مسافر وړونکې الوتکې د سقوط له امله د وژل شوو کسانو له کورنيو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

په هغه خبرپاڼه کې چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا پژواک اژانس ته رالېږل شوې ، راغلي چې افغانستان په پاکستان کې د يوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله خواشينى او د ياد هېواد له خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوي .  

 په خبرپاڼه کې راغلي: (( د افغانستان خلک د دې دردناکې پېښې له امله خواشيني دي او له هغو کورنيو سره چې په دې پېښه کې يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، په غم کې ځان شريک بولي او د الله پاک له درباره ورته د جنت او مغفرت غوښتنه کوي .))

 دغه مسافر وړونکي الوتکه دوه ورځې مخکې د خيبر پښتونخوا ايالت له چترال څخه ددغه هېواد پلازمېنې اسلام اباد ته د حرکت په حال کې وه چې د حويليان په سيمه کې يې سقوط وکړ .

د معلوماتو په اساس په دې الوتکه کې ٤٢مسافر ، پنځه تنه د الوتکې خدمه او يو انجنير وژل شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.