Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملي دفاع وزارت : ١٥وسله وال طالبان ووژل شول

کابل (پژواک، ۱۹ ليندۍ ۹۵): ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ساعتونو کې امنيتي ځواکونو په بېلابېلو ولايتونو کې ١٥وسله وال طالبان وژلي او ٢٣نور يې ټپيان کړي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د ملي دفاع وزارت له خوا پژواک اژانس ته رالېږل شوې راغلي چې ياد وسله وال طالبان د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د عملياتو پرمهال وژل شوي دي.

  د سرچينې په وينا ، چې ياد عمليات په ننګرهار، کنړ، پکتيکا، غزني، پکتيا، لوګر، کندهار، اروزګان، زابل، دايکنډي،  بادغيس، هرات، فارياب، کندوز او هلمند ولايتونو کې ترسره شوي دي.  

دفاع وزارت وايي چې په دې عملياتو کې د وسله والو طالبانو يو شمېر مهمات او وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي، خو په دې عملياتو کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

 وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.