Language

پل علم کې د لوبو او ورزش معیاري لوبغالی جوړ شو

پل علم (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٥): د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې د لوبو او ورزش لوبغالى جوړ او ګټنې اخيستنې ته وسپارل شو.

نن (د لیندۍ ۲۰مه) په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزيره سلامت عظيمي،  د لوګر والي محمد حليم فدايي، د ملي اولمپيک کمېټۍ استازو، ځايي چارواکو، وکيلانو او لوبغاړو برخه اخيستې ده.

د دغه لوبغالي د پرانيستلو د مراسمو په څنډه کې د لوګر والي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دې پروژې ٦٥٠زره امريکايي ډالر لګښت راغلى چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا ورکړل شوى دى.

هغه زياته کړه چې دغه سټډيوم په اته جريبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى چې په کې د لوبو تر څنګ د درې زره او ٢٣٨ نندارچیانو کېناستو ځاى هم لري.

نوموړي وويل چې په دغه لوبغالي کې د لوبغاړو او مسوولينو د اوسېدنې لپاره دوه پوړيزه ودانۍ هم جوړه شوې چې ١٢ خونې او نور ملحقات لري.

فدايي وايي چې په دغه لوبغالي کې فوټبال، واليبال، باسکټبال او د ځغاستې سيالۍ ترسره کېداى شي.

د لوګر والي زياته کړه چې د دغه لوبغالي جوړېدو سره به د لوګر د يادو لوبو د لوبغاړو ستونزې هوارې شي.

هغه د لوګر خلکو ته زيرى ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د کرکټ د يوه عصري لوبغالي د جوړولو چارې هم پيل شي.

فدايي زياته کړه: ((کله چې موږ پر علم ، جسم او کسب توجه وکړو، نو هېواد پرمختګ کوي.))

د نشه يي توکي پر وړاندې د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي وويل چې په لوګر ولايت کې د نشه يي توکو د کرکيلې کچه صفر ده؛ نو ځکه وزارت هر کال دغه ولايت ته يو ميليون ډالر ورکوي.

هغې زياته کړه چې د ولايت مسوولين یادې پيسې په سمه توګه لګوي چې ښه بېلګه يې د ورزشي لوبغالي جوړېدل دي.

د عبيدالله په نوم د دغه ولايت د فوټبال يوه لوبغاړي پژواک اژانس ته وويل چې دوى پخوا  په خاورو او دښتو کې لوبې کولې چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.