Language

څېړنه : د بلخ په ټولو دولتي ادارو کې پراخ فساد شته

مزارشريف (پژواک، ۲۰ ليندۍ ۹۵) : په بلخ کې د رويش ټولنيز او حقوقي مرکز لخوا د اداري فساد په تړاو شوې سروې په ډاګه کوي  چې د دغه ولايت په ټولو دولتي ادارو کې پراخ فساد شته .

خو د بلخ ولايت مقام چارواکي وايي چې دغه مرکز هېڅ نه پېژني او شوې سروې يې يو اړخيزه بولي.

د رويش ټولنيز او حقوقي مرکزمسوولې الاهه بهروز د ياد مرکز لخوا د بلخ ولايت په دولتي ادارو کې د فساد په تړاو د شوې سروې پايلې د ليندۍ په ۲۰مه، له رسنيو سره شريکې کړې.

نوموړې وويل،  د شوې سروې له مخې د دغه ولايت ۳۳ سلنه خلک په دې باور دی چې د بلخ په ټولو دولتي ادارو کې پراخ فساد شته .

د هغې په وينا، همداراز ۴۹ سلنه سروې شوي خلک په دې باور دي، چې د شته اداري فساد له امله په خلکو او دولتي چارواکو قانون يو شان نه پلی کېږي.

مېرمن بهروز وويل، چې دوی دغه څېړنه د بلخ ولايت د دولتي ادارو له کارکوونکو، د پوهنتونونو په ګډون د علمي مرکزونو له غړو او عامو خلکو سره کړې ده.

نوموړې زياته کړه چې له يادې سروې څخه يې موخه د فساد پر وړاندې مبارزه او د رڼې حکومتدارۍ لپاره زمينه برابرول دي.

خو د بلخ ولايت مقام چارواکو د رويش مرکز له پېژندنې انکار وکړ او شوې سروې يې يواړخيزه وبلله.

د ولايت وياند منير فرهاد پژواک اژانس ته وويل  چې د رويش په نوم هېڅ مرکز ورته د بلخ په دولتي ادارو کې د فساد په تړاو د څېړنې کولو خبر نه دی ورکړی.

نوموړى له عدليې وزارت سره د دغه مرکز په ثبت شکمن و  او شوې سروې يې ورته مغرضانه وګڼله.

هغه د بلخ ولايت په دولتي ادارو کې فساد رد نه کړ؛ خو د رويش مرکز لخوا د شوې سروې په بنسټ يې د دغه ولايت په دولتي ادارو کې د پراخ فساد شتون له حقيقت څخه  لرې وګاڼه.

په بلخ ولايت کې مدني فعالان هم د دغه ولايت په دولتي ادارو کې د فساد پخلی کوي؛ خو د ځينو سروې ګانو موخو ته هم د شک په سترګه ګوري.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.