ښرنه (پژواک، ۲۱ لیندۍ ۹۵): د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت د ځینو ولسوالیو خلکو له دوی غوښتي چې په سیمو کې یې د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق کړي.
د یادو خلکو دا غوښتنه په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د ګوزڼ یا پولیو شپږ مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر محمد ابراهیم د لیندۍ په ۲۱مه د ګوزڼ یا پولیو پر وړاندې د واکسین د کمپاین د پیل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل چې د وازې خوا، وړممۍ او برمل ولسواليو خلکو دوی مراجعه کړې او ترې غوښتي یې دي چې په یادو سیمو کې دې د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق شي.
ډاکتر ابراهیم دغه راز وویل چې په دغه ولایت کې د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې د دې تر څنګ د ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي د زیاتوالي په موخه دوی اوس خپله خلک مراجعه کوي.
نوموړي وویل چې په دغه پروګرام کې به نږدې دوه سوه زره له پنځه کلنۍ د کم عمر ماشومان او د دې تر څنګ به نهه زره یو سلو شپېته د وزیرستاني کډوالو ماشومان او همدارنګه یو زر او پنځه سوه د کوچیانو ماشومان واکسین شي.
د پکتیکا ولایت د مقام استازي محمد رسول عادل هم د دغه واکسین د کمپاین د پیل پر مهال له خلکوغوښتنه وکړه چې د دې بدې پدیدې پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي او خپلو بچیانو ته واکسین ورکړي.
عادل د واکسین د کمپاین له کار کوونکو هم غوښتنه وکړه چې په خپله اړوند ساحه کې دې پوره هڅه وکړي څو هېڅ یو ماشوم هم د واکسین له تطبیقه پاتې نه شي.
د میرولي په نوم یوه کس چې خپل درې کلن زوی ته یې د ګوزڼ ضد واکسین ورکاوو، وویل چې اوس ټول خلک د ګوزڼ ضد واکسین له ګټو خبر شوي او اوس هر څوک غواړي چې خپل اولادونه واکسین کړي.
هغه وويل، پخوا دوی د خپلو کليوالو له خولې اورېدل چې واکسين د ماشوم لپاره تاوان لري، دوی او يو شمېر نورو کليوالو يې له همدې امله خپل اولادونه نه واکسين کول.
د يوسف خېل ولسوالۍ يو اوسېدونکی ګلاب خان پژواک ته وویل، اوس د يو شمېر رسنيو له لوري د وا کسين د ګټو په اړه نظرونه خپرېږي چې د خلکو په ذهنونو کې يې خورا ښکاره بدلون رامنځ ته کړی دی.
د هغه په خبره، خلک اوس خپله د دې غوښتنه لري چې خپل ماشومان واکسين کړي.
د یادونې ده، اوس مهال په پکتیکا کې د ګوزڼ شپږ مثبتي پیښې ثبت شوې او د عامي روغتیا د ریاست د چارواکو په وینا چې دغه مثبتې پېښې په برمل ولسوالۍ کې د وزیرستاني کډوالو په ماشومانو کې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP