Language

“په غزني کې د حکومت ترڅنګ طالبان هم له خلکو ماليه اخلي”

غزني ښار(پژواک،٢٢ليندۍ٩٥): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د حکومت ترڅنګ وسله والو طالبانو ته هم د خپل کار وبار ماليه ورکوي.

دغه خلک وايي چې طالبانو په ډاکټرانو، تېل پلورونکو او نورو هغو کسانو ماليه وضع کړې چې لوى کار وبار لري.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني ښار يو تن ډاکټر د نوم نه اخيستو په شرط د ليندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوه اونۍ وړاندې طالبانو دوى ته مکتوبونه استولي دي.

هغه وايي: (( په دې مکتوب کې ليکل شوي چې هر ډاکټر بايد په کال کې له ٣٠ زرو نيولې تر سل زره پاکستانۍ کلدارو پورې د طالبانو مالي کمېسيون ته ماليه ورکړي.))

د هغه په وينا، طالبانو ورته ګواښ کړى که له دې امر څخه سرغړونه وکړي نو له جدي غبرګون سره به مخ شي.

دغه راز د حمدالله په نوم يو کس چې د غزني ښار د تېلو په يو پمپ کې کار کوي وويل چې د طالبانو مکتوبونه دوى ته هم رسېدلي دي.

ده وويل: (( طالبانو د غزني د تېلو ټولو ټانکونو ته ويلي چې وخت په وخت دوى ته ماليه ورکړي.))

بل لورته د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د لونګ کلي اوسېدونکي شريف الله پژواک ته وويل:(( زموږ په سيمه کې که څوک په لمريزه برېښنا اوبه را باسي او يا هم دوکان لري بايد طالبانو ته ماليه ورکړي.))

ده وويل چې دى په سيمه کې دوکان لري نو د طالبانو له حکم سره اړ دى چې هره مياشت دوه زره کلدارې طالبانو ته ورکړي.

شريف الله وايي چې تېره مياشت يې هم طالبانو ته ماليه ورکړې ده.

دغو کسانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې هرڅه ژر ياده ستونزه يې هواره کړي، ځکه دوى حکومت او طالبانو ته د ماليې ورکولو وس نه لري.

يادو کسانو هغه مکتوب هم پژواک ته وښود چې د طالبانو له لوري دوى ته استول شوى دى.

login or register a new account.

Related Topics