مزارشريف (پژواک، ۲۲ ليندۍ ۹۵): د بلخ ولايت سوداګر د صادراتو په برخه کې د اسانتياوو له نشتوالي سربېره وايي، چې په تېرو ۴۵ ورځو کې له چين څخه حيرتان بندر ته په ريل کې سوداګريزې چارې نه دي ترسره شوې.
د دغه ولايت ځينو سوداګرو دغه څرګندونې د ليندۍ په ۲۲مه، په مزارشريف کې د کورنيو توليداتو د يو نندارتون د جوړېدو په تړاو د خبري ناستې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
د بلخ ولايت سوداګر حاجي بسم الله پژواک ته وويل، چې له تېرو ۴۵ ورځو په حيرتان بندر کې صادراتي او وارداتي چارې ټکنۍ شوې دي.
نوموړي زياته کړه: ((۴۵ ورځې کېږي چې له چين څخه حيرتان بندر ته پر راغلې رېل کرښه هېڅ بار نه دی راغلی.))
هغه وايي، چې دولت بايد د دغې کرښې له لارې د صادراتو او وارداتو د پيل کېدو په برخه کې جدي کار وکړي.
بلخوا ځينې صنعتکاران د خپلو توليداتو د صادراتو په تړاو دولت ګرم بولي، چې مرسته ورسره نه کوي.
د لاسي صنايعو سوداګر شريف يوسفي پژواک ته وويل چې دوی د ښځينه صنعتکارانو په مرسته لاسي صنايع برابروي؛ خو د صادراتو په برخه کې يې له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه چې په بلخ کې د لاسي صنايعو د صادراتو لپاره د دولت له کوم مشخص پلان څخه خبر نه دی او نه ورسره په دې برخه کې تر دې دمه مرسته شوې ده.
بلخوا دولتي چارواکي د سوداګرو د ستونزو د پخلي تر څنګ تر خپلې وسې د حل کېدو ژمنې کوي.
د بلخ د سرپرست والي وياند منير فرهاد پژواک ته وويل، چې د بلخ والي عطامحمد نور د رېل کرښې د ستونزې د حل کېدو په موخه د حيرتان بندر مسوولينو ته لارښوونه کړې ده.
نوموړي د صادراتو په برخه کې له صنعتکاارانو سره د مرستې په تړاو وويل چې سيمه ييزه اداره به تر خپلې وسې په هره برخه کې د صنعتکارانو ملاتړ وکړي.
login or register a new account.