لښکرګاه (پژواک، ۲۳ لیندۍ ۹۵): د هلمند امنيه قوماندان وايي چې په څلورو ولسواليو د امنيت د ټينګښت په موخه چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
دغه څرګندونې د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقار نور کينتوز د ليندۍ په ٢٣مه د يوې خبرې غونډې پر مهال وکړې.
ده وويل چې په مارجې، ناوې، ګرمسېر او نادعلي ولسواليو کې د امنيت د ټينګښت په موخه عمليات پيل شوي دي.
د کينتوز د معلوماتو له مخې، د يادو ولسواليو له ډلې يواځې د ناوې ولسوالۍ په بشپړه توګه له طالبانو سره ده، د پاتې نورو مرکزونه او ځينې نورې سيمې له امنيتي ځواکونو سره دي.
ده وويل چې په دغو عملياتو کې ځمکني او هوايي ځواکونه برخه لري چې يواځې تېره شپه يې د لښکرګاه ښار په بشران سيمه کې ٢٥ وسله وال طالبان وژلي دي.
د هغه په وينا، په يادو سيمو کې د امنيت د تينګښت په موخه به ځينې پوستې هم جوړې شي او ځيني نوي سرتېري او افسران هم ورته روزل شوي دي.
قوماندان وايي چې په يادو عملياتو کې بهرني ځواکونه يواځې مشورې ورکوي او د اړتيا پر مهال د هوايي ځواک په برخه کې مرستې کوي.
دغه راز کينتوز وويل چې وسله والو طالبانو د پاکستان د استخباراتو په مرسته ډيرې هلې ځلې وکړې چې لښکرګاه ښار سقوط کړي خو خپلې موخې ته ونه رسيدل.
هغه زياته کړه: ((وسله والو مخالفينو پلان درلوده چې د کويټې شورا هلمند ته انتقال کړل خو د ډيرو تلفاتو په ليدو سره يې دا ارمان پوره نشو.))
هغه دا هم وويل چې په دې وروستيو کې سرتيرو ته نوى امريکايي وسلې هم ورکړل شوي دي.
وسله والو طالبانو د يادو عملياتو د پيل او مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
هلمند د مرکز لښکرګاه په ګډون ١٤ ولسوالۍ لري چې له دې شميرې څخه شپږ يې په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو سره دي او د شپږو نورو يې يواځې مرکزونه د امنيتي ځواکونو په ولکه کې دي.
login or register a new account.