مزارشريف (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٥): د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور د حکومت د هغه اقدام ستاينه کړې چې د ټاکنيزو کمېسيونونو پخواني چارواکي يې لرې کړل او له نوو هغو يې وغوښتل چې رڼو ټاکنو لپاره زمينه برابره کړي.
نور دغه څرګندونې د ليندۍ په ٢٣مه په مزارشريف ښار کې د کوچيانو د سرخېلانو د ظرفيت لوړولو او د شمال زون د کوچيانو د سراسري شورا پرانيست غونډې ته په خپله وينا کې کړې دي.
هغه د مرکزي حکومت د هغه اقدام ستاينه وکړه او هرکلى يې وکړ چې د ټاکنيزو کمېسيونونو پخواني مشران يې له دندو ګوښه کړ.
د يادونې ده، ولسمشر د ټاکنيزو کمېسيونونو پخواني مشران او کمېشنران د خپلو سلاکارانو ته په توګه ټاکلي دي.
د بلخ سرپرست والي د ټاکنيزو کمېسيونونو پخواني چارواکيپ خاينين وبلل او له نوي کمېسيون څخه يې غوښتنه وکړه چې رڼو ټاکنو ته زمينه برابره کړي.
هغه په شمال کې د کوچيانو د سراسري شورا د جوړېدو هرکلى وکړ او ويې ويل، هر څوک حق لري،چې د ځان او خپل خقوم د شعوري ويښتابه لپاره کار وکړي.
عطاء محمد نور پر کوچيانو غږ وکړ چې پر چا ونه غولېږي او په راتلونکو ټاکنو کې خپلو وړو کانديدانو ته رايه ورکړي چې د دوى سم خدمت وکړى شي.
په شمال کې د کوچيانو د سراسري شورا مشر سيد محمد حريق پر حکومت سخته نيوکه وکړه چې د شمال ٩ ولايتونه يې د کوچيانو لپاره يوه حوزه ټاکلې ده.
نوموړي دغه کار د کوچيانو په حق کې ظلم او تېرى وباله او ويې ويل چې د هېواد په نورو سيمو کې دوه درې ولايتونه د کوچيانو لپاره يوه حوزه ټاکل شوې ده.
حريق ګواښ وکړ، که چېرې حکومت دغه پرېکړه بدله نه کړي، نو د شمال زون کوچيان به راتلونکو پارلماني ټاکنو کې ونډه وانخلي.
په کابل کې د کوچيانو د لوى رياست رييس دلاور فيضان يادې غونډې ته په خپله وينا کې کوچيانو ته ډاډ ورکړ چې ټولې ستونزې به يې له مرکزي دولت سره شريکې کړي.
خو هغه له کوچيانو وغوښتل چې په سياسي او نظامي کچه له حکومت څخه ملاتړ وکړي.
login or register a new account.