ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له چاودېدونکو تو ډکه سراچه له منځه يوړل شوه

له چاودېدونکو تو ډکه سراچه له منځه يوړل شوه

author avatar
13 Dec 2016 - 16:25
له چاودېدونکو تو ډکه سراچه له منځه يوړل شوه
author avatar
13 Dec 2016 - 16:25

کلات (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٥): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې ځانمرګي بريد ته چمتو شوې د وسله والو طالبانو سراچه موټر  يې له منځه وړى دى.

د زابل د شاه جوى ولسوالۍ ولسوال  وزير محمدجوادي د ليندۍ په ٢٣مه، پژواک  خبري اژانس ته وويل چې دولتي ځواکونو له تېرو څلورو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

هغه زياته کړه چې نن تر غرمې وروسته ددې عملياتو پر مهال د ولسوالۍ د موسى زو  په سيمه کې امنيتي ځواکونو ځانمرګي بريد ته چمتو شوې سراچه موټر کشف او له منځه وړى دى.

ولسوال دغه راز وويل  چې په روانو عملياتو کې تر اوسه دوه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه يې ژوندي نيولي دي.

د نوموړي په وينا، دغه راز امنيتي ځواکونو درې عرادې موټر سايکلونه او ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.