Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کونړ کې د سرحدي پوليسو د کنډک قوماندان وژل شوی

اسعداباد ‌(پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٥): په کونړ ولايت کې د سرحدي پوليسو د يوه کنډک قوماندان د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د ليندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه دوولس بجې په  دانګام ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دغه ولايت کې د سرحدي پوليسو د درېيم کنډک قوماندان سمونمل ولي جان امرخېل له يوې پوستې څخه ليدنه کوله چې په لاره کې پرې چاودنه وشوه.

نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې ولي جان له خپل يوه ساتونکي سره وژل شوى او يو بل ساتونکى يې ټپي شوى دى.

همت وويل چې دغه ماين د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا خښ شوی و.

امنيه قوماندان وويل چې ټپي سرتېرى روغتون ته لېږدول شوى، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

طالبانو ددې چاودنې مسووليت په غاړه اخيستى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.