ښرنه (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٥): د لومړي ځل لپاره په پکتيکا کې د يو ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د جلغوزيو د پروسس فابريکې د جوړونې چارې پيل شوې.
د دې فابريکې د جوړونې چارې د ليندۍ په ٢٣مه د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې پيل شوې دي.
د يادې فابريکې څښتن يعقوب خان منظور په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر دې وړاندې به د افغانستان جلغوزي پاکستان ته تلل او هلته به تر پروسس وروسته د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته صادرېدل.
هغه زياته کړه: ((د دې فابريکې په فعالېدو سره به موږ نور د پاکستان له احتياجه خلاص شو.))
ده وويل چې د دې فابريکې په جوړونې به يو ميليون ډالر ولګول شي او د جوړونې چارې به یې د لسو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
د منظور د معلوماتو له مخې، په دې فابريکه کې به سل کسان کار کوي او د زرګونو ټنو جلغوزيو د پروسس وړتيا لري.
په ياده غونډه کې د پکتيکا والي الياس وحدت وويل چې د دې فابريکې جوړېدل يو نېک ګام دى او دغه کار به نور سوداګر هم په دې برخه کې پانګونې ته وهڅوي.
ده هم وويل چې تر دې وړاندې به د افغانستان جلغوزي ګاونډيو هېوادونو ته وړل کېدل او هلته به تر پروسس وروسته بيا د هغو هېوادونو په نوم بهر ته صادرېدل.
پکتيکا د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې څخه دى چې ډېرى غرونه يې د جلغوزيو پر ونو پوښلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP