پل علم (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٥): د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د ښوونکو لپاره ښارګوټى پرانېستل شو، چې په دې سره به د دې ولسوالۍ د سلګونو ښوونکو د استوګنې ستونزه هواره شي.
د دې ښارګوټي په پرانېست غونډه کې د لوګر والي حليم فدايي وويل، دا چې د ملي يووالي حکومت ژمنه کړې، چې ښوونکو ته به ځمکې ورکوي، نو په همدې لړ کې د محمداغې ولسوالۍ د ښوونکو لپاره ښارګوټى پرانېستل شو، چې په دې سره به د دې ولسوالۍ ټولو ښوونکو ته د کورونو لپاره نومرې ورکړل شي.
ده زياته کړه، اوسمهال د لوګر په خوښۍ او محمداغې ولسواليو کې د ښوونکو لپاره ښارګوټي لري او په راتلونکي کې به په مرکز پل علم او برکي برک ولسوالۍ کې هم دا ډول ښارګوټي پرانېزي.
د لوګر د پوهنې رئيس اکبر ستانکزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ښارګوټى په ٦٠٠ جريبه ځمکه کې د محمداغې ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې د کابل – ګردېز په لويه لاره کې موقعيت لري.
د هغه په وينا، دا ښارګوټى چې ٩٨٣ د استوګنې نومرې لري، ټول اړين امکانات او ملحقات لري.
دى وايي، په لومړي سر کې به د وژل شويو ښوونکو کورنيو او معيوبو ښوونکو ته او ورپسې به هغو ښوونکو ته چې دوه کلنه کاري مخينه لري، نومرې ورکړل شي.
د اسلام الدين په نامه د دې ولسوالۍ د پل قندهاري لېسې يوه ښوونکي اسلام الدين، پژواک وويل، خوښ دى چې حکومت ورته د کور لپاره ځمکه ورکړه، ځکه مخکې يې خپل شخصي کور نه درلود.
ده زياته کړه، دا چې ښوونکي له اقتصادي اړخه کمزوري دي، نو حکومت دې د کورونو په جوړولو کې په قسط وار ډول مرسته وکړي.
محمداغا دا مهال ٦٣ ښوونځي، پنځه ديني مدرسې، يوه مسلکي لېسه او يو دارالمعلمين لري چې ٨٩٥ ښوونکي په کې تدريس کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP