لښکرګاه (پژواک۲۵لیندۍ۹۵) په هلمند کې د ٢١٥ قول اردو قوماندان بريد جنرال ولي محمد احمدزى وايي، چې ددې ولايت دامنيت دټينګښت لپاره ورته نوي قطعات ورکړل شوي دي.
احمدزي دغه څرګندونې دليندۍ په ٢٥مه، په لښکرګاه کې ديوې خبري غونډې پر مهال وکړې او ويې ويل چې د ولسواليو او سيمو د نيولو لپاره يې جوړ شوي پلانونه ښه پرمخ روان دي.
هغه زياته کړه، چې دا مهال د لښکرګاه بشران او نږدې سيمو کې پيل شوي عملیات ښه وران دي، ډيری ددولت وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او په ځېنو سيموکې په شا تمبول شوي دي.
نوموړي وويل، چې تشکيل ته په کتلو سره نوي تازه قطعات او ځواکونه هم منظور شوي دي، چې د پلان له مخي به ډېر ژر په ځېنو سيمو کې ځای پرځای شي او د راتلوونکي نوي لمریز کال تر راسیدو به ټولې تړلې لارې خلاصي.
احمدزى وايي، د دغو قطعاتو په راتلو سره به ټولې اړتياوې پوره او د مخالفينو خوځښتونه به په سيموکې بند او خلکو ته به بېرته د هوسا ژوند کولو زمينه برابره شي.
هغه په دې اړه چې له بشران څخه لومړۍ د کومې ولسوالۍ په لور خپل عمليات غځوي، معلومات ورنه کړل او ويې ويل چې ځېني پلانونه دي، چې په نږدې وختونوکې به پلي شي، خو د نظامي پالیسۍ له مخې نه شي کولی دغه پلاونه په ډاګه کړي.
قوماندان ډاډ ورکړ، چې نور په هلمند کې ددولت وسله وال مخالفین کمزوري شوي دي، پرمختګ نشي کولی، او دغه راز په روانو عملیاتو او پروګرامونو کې بهرنيځواکونه یوازي مشوره ورکوي او په هوايې برخه کې مرسته کوي.
په همدي خبري ناسته کې د ۵۰۵ بست زون مرستيال او سرپرست بريد جنرال عبدالرحيم چخانسوري وویل، تر عملیاتو او دسیمو تر نیولو وروسته پوره د پولیسو پروسونل لري، چې دوامداره امنیت پرې وساتي او د مخالفینو د فعالیتنو مخه ونیسی.
هغه دپولیسو د تشکیلاتو کمبود او ستونزو په اړه وویل، دوی دامهال ټول پرسونل پوره دی، تجهیز شوی دی او دا پلانونه چې دوی يې اوس پلي کوي، په دې کې ټولو اړتیاوو ته پوره پاملرنه شوي ده.
دده په وینا پخوا په پولیسو کې ځیني ناکاره مسولین او خلک موجود وو، چې له امله يې ځیني ستونزي راپیدا شوي وي، خو هغه اوس حل شوي دي او تر لاس لاندي عملیاتي پروګرامونه به پرته له ستونزو ښه پرمخ ولاړ شي.
login or register a new account.