Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان د مستوفیت د تېر یوه کال عواید ۲۳۰ میليونه افغانۍ شوي

د لغمان د مستوفیت د تېر یوه کال عواید ۲۳۰ میليونه افغانۍ شوي

author avatar
15 Dec 2016 - 15:43
د لغمان د مستوفیت د تېر یوه کال عواید ۲۳۰ میليونه افغانۍ شوي
author avatar
15 Dec 2016 - 15:43

مهترلام (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٥): د لغمان والي وايي چې په تېر يوه کال کې د دغه ولايت د ځینو ادارو له خوا ٢٣٠ ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د ليندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي عبدالجبار نعيمي دا څرګندونې د ولايت په اداري مجلس کې وکړې.

هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې د تېر مالي کال د ولايت د لاسته راوړنو ، ستونزو، ننګونو او ادارو ته د نويو سپارښتنو په تړاو خبرې او بحثونه وشول.

د لغمان والي نعيمي وويل چې د تېر مالي کال په ترڅ کې ۳۷۶ تنه د ازادو سياليو له لارې په بېلابېلو ادارو کې نوي مقرر شوي او ۲۲۵۹ تنه د ملي وسلوال پوځ په ليکو کې جذب شوي دي.

هغه زياته کړه چې په تېرو ۱۳ مياشتو کې څه د پاسه ۲۳۰ ميليونه افغانۍ عوايد د مستوفيت ادارې له لوري راټول شوي او د دولت خزانې ته لېږدول شوي دي.

د لغمان والي وايي چې د استخدام د پروسې په ځينو برخو کې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو تر څنګ لا هم ځينې ستونزې شته دي چې اړونده ادارې بايد په دې برخه کې د عدالت د تامين او د قانون د تطبيق لپاره خاصه پاملرنه وکړي .

نوموړي اړوندو مسوولينو ته سپارښتنه وکړه چې د غصب د مخنيوي په برخه کې بايد ټولې اړونده ادارې په جديت او قاطعيت سره د عملي کار په موخه ګام پورته کړي او غاصبين ونيسي.

نعيمي وويل چې د کله ګوش، وطن ګټو د بندونو او دغه راز د شاهي کانال د سترو پروژو د تطبيق لپاره به په هر صورت خپله مبارزه او هڅې جاري ساتي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.