Language

زابل کې چاودنې د یوې کورنۍ پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کلات (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٥): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د يوې چاودنې له امله د يوې کورنۍ پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د شهر صفا ولسوال عبدالصمد دراني د ليندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په سراج کلي کې د حاجي پيرمحمد په کور کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د يادې کورنۍ يوه ماشوم له يوې سرګلولې سره لوبه کوله چې ناڅاپه پرې چاودنه شوې ده.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او د يوې مېرمنې په ګډون دوه نور ماشومان ټپيان شوي دي.

ولسوال وويل چې ټپيان د کندهار ميرويس روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

د دې چاودنې مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستى.

login or register a new account.

Related Topics