مزارشريف (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٥): د بلخ سرپرست والي وايي، نور نه غواړي د والي په توګه دنده پرمخ يوسي او ژر به د ولسمشر غني او د جمعيت ګوند ترمنځ يو هوکړه ليک په ډاګه شي.
نوموړي دغه څرګندونې، تېره ورځ په مزارشريف کې د الکوزي شرکت له خوا د روضې له نوي جوړېدونکي جومات سره د ٥٠٠زرو ډالرو د مرستې د ترلاسه کولو پرمهال رسنيو ته وکړې.
سرپرست والي عطامحمد نور وويل، د دوى (جمعيت اسلامي ګوند) او ولسمشر اشرف غني ترمنځ يوه هوکړه شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به راښکاره شي.
هغه زياته کړه، د دې هوکړې له مخې به ولسمشر د حکومتي چارو په ترسره کېدو کې له دوى سره مشورې کوي او هم به له سترو تصميمونو څخه دوى خبروي.
د ده په وينا، اشرف غني هم له دوى څخه غوښتي چې د هېواد په امنيت ساتنه کې همکاري وکړي، د حکومت له بهرني سياست او همدارنګه د سولې له روان بهير څخه ملاتړ وکړي.
دى وايي، سره له دې چې ولسمشر غني له ده څخه د والي په توګه د بلخ د پرېښودو غوښتنه نه ده کړې، خو دى په خپله غواړي د ولايت دنده پرېږدي، ترڅو يو بل کس دغه چاره پرمخ يوسي.
د ياد هوکړه ليک په اړه، رياست جمهوري تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
د دې هوکړې خبره په داسې حال کې مطرح کېږي، چې تردې مخکې به عطامحمد نور کله کله له ولسمشر غني سره څرګند مخالفتونه کول.
login or register a new account.