محمودراقي (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٥): د کاپيسا ولايت د لومړي کوهستان ولسوالۍ ولسوال وايي چې د زورواکو مخه يې نيولې او اجازه نه ورکوي چې په چارو کې يې لاسوهنه وکړي.
ولسوال عبدالفتاح شفيق له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل، په خپله اداره کې يې هېچا ته اجازه نه ده ورکړې چې په چارو کې لاسوهنه وکړي.
هغه زياته کړه چې د خلکو او د ولسوالۍ د ادارې تر منځ يې اړيکې غښتلي کړې دي چې له امله يې په دغه ولايت کې امنيت هم ډاډمن شوى دى.
د ولسوال په وينا، کله چې کومه ستونزه پيدا شي، نو د ولسوالۍ له قومي مشرانو او خلکو سره په ګډه ورته د حل لاره پيدا کوي.
شفيق وويل، کله چې په ولسوالۍ کې يې جنايي يا ترهګريزې پېښې رامنځته شي، نو د قانون په رڼا کې ورسره چلند کېږي .
ولسوال وايي: ((کله چې د خلکو او حکومت تر منځ اړيکې خرابې وي يا په يوه اداره کې فساد وي، يا ځېنې وکيلان او زوراکي په دولتي ادارو کې لاسوهنه وکړي، نو بيا ورسره امنيت خرابيږي.))
خو هغه زياته کړه چې په ولسوالۍ کې يې د ټولو زورواکو مخه نيولې ده او هغوى ته اجازه نه ورکوي، چې په کارونو کې يې لاسوهنه وکړي.
د کاپيسا د ولايتي شورا رييس حسين سنجني هم تاييدوي چې د اول کوهستان امنیتي وضعه د ټولې کاپيسا په پرتله ښه دی.
هغه د دې لامل د خلکو سواد او له حکومت سره ښې اړيکې په ګوته کړ او ويې ويل چې په دې ولسوالۍ کې د زورواکانو د لاسوهنو مخه هم نيول شوې ده.
د اول کوهستان اوسېدونکی ضياء الرحمن شاکري هم وايي چې په دغه ولايت کې امنيت ښه دی او خلک يې د دولت ملاتړي دي.
هغه زياته کړه چې دلته د معارف، روغتيا او د بيارغونې په نورو برخو کې ښه کارونه شوي او خلک ترې خوشحاله دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن