پل علم (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٥): په لوګر کې د يوې سيمه ييزې راډيو مسوول مدير د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د لوګر د والي وياند سليم صالح، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماښام شاوخوا پنځه بجې د محمداغې ولسوالۍ په کتب خېلو کلي کې د "ملي پيغام" خصوصي راډيو مسوول مدير قاضي نصير مدثر له دفتر څخه په موټر کې د کور په لور روان و، چې وسله والو پرې ډزې کړې دې.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې قاضي مدثر وژل شوى او وسله وال تښتېدلې دي.
د هغه په وينا، پوليسو د دې پېښې د عاملينو د نيولو هڅې پيل کړې دي.
د مدثر زوى زبير الهام، پژواک ته وويل چې پلار يې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.
دى زياتوي، معلومه نه ده چې دا کار ولې شوى، خو له دوى له هېچا سره شخصي دښمني نه لري.
الهام چې د يادې راډيو خبريال هم دى، وايي، د ملي پيغام راډيو له ١٢ کلونو راهيسې بې پرې فعاليت کوي.
د دې پېښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
د دې راډيو دفتر چې د کابل – ګردېز په لويه لاره د محمداغې ولسوالۍ اړوند د بيني شرفګان په غونډۍ کې موقعيت لري، د فعاليت له پيل څخه دوه ځلې پرې وسله والو بريد کړى او دوه ځلې پرې بهرنيو ځواکونو چاپې اچولې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP