Language

پکتیا کې اووه سوه کیلوګرامه نشه يي توک نیول شوي

ګردېز (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٥): د پکتيا چارواکي وايي چې د ګردېز ښار په اړوند سيمه کې يې پنځه سوه کيلوګرامه ترياک او دوه سوه کيلوګرامه چرس نيولي دي.

د پکتيا والي زلمي ويسا د ليندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نشه يي توکي پرون ماښام د دويمې حوزې د پوليسو له لوري د ګردېز ښار په نيستي کوټ سيمه کې نيول شوي دي.

ويسا وويل، له دغو نشه يي توکو سره په تړاو يې دوه کسان او يو بار وړونکی موټر هم نيولي دي.

د ده په خبره، دغو کسانو غوښتل چې دغه توکي له ننګرهار ولايت څخه د پکتيا ځاځي اريوب او له هغه ځايه يې بيا غزني ته انتقال کړي.

د يادولو ده، د پکتيا امنيتي چارواکو په وار وار سره د دا ډول نشه يي توکو د نيولو خبره کړې خو ډېر ځله يې عاملين ورسره نه نيول کېږي او د چارواکو په خبره د پېښې له ځايه تېښته کوي.

login or register a new account.

Related Topics