Language

ځوانان: له بهره ځیني داسې کتابونه راغلي چې ګمراه کوونکي دي

مزارشريف (پژواک، ۲۵ ليندۍ ۹۵): د بلخ ولايت يو شمېر ځوانان شکايت کوي چې په بهر هېوادونو کې ځيني چاپ شوي داسې کتابونه په هېواد کې خپرېږي چې مطالعه يې ځوانان په هر اړخيزه توګه بې لارې کوي.

دغه څرګندونې په مزارشريف ښار کې ((د يو کتاب مطالعه د يو ژوند تجربه ده)) تر سرليک لاندې د غونډې په څنډه کې ځینو ځوانانو پژواک خبري اژانس ته وکړې.

د باختر لېسې زده کوونکي عتيق الله پژواک ته وويل چې زده کوونکي بايد يوازې د نصاب د کتابونو پورې خپله مطالعه لنډه نه کړي.

نوموړي زياته کړه چې د مطالعې له لارې د ځوانانو فکر وده کوي.

د هغه په وينا، ځوانان بايد د ټولنيزو، سياسي او مذهبي مسايلو په اړه ډېر معلومات ولري چې دا هر څه د مطالعې له لارې موندلی شي.

د بلخ ولايت مدني فعال بريالي وويل چې د کتاب له مطالعې پرته د سمې پوهېدنې لپاره هر ډول چاره تر سره کول به بې ګټې وي.

خو نوموړي نيوکه وکړه چې په هېواد کې ځيني داسې کتابونه هم خپرېږي چې مطالعه يې ځوانان په هر اړخيزه توګه بې لارې کوي.

هغه وويل: ((ځيني کتابونه، په بهر هېوادونو په ځانګړې توګه ايران کې ليکل کېږي، ژباړل کېږي او بيا افغانستان ته لېږل کېږي چې مطالعه يې زموږ لپاره د ګټې پر ځای تاوان ډېر کوي.))

نوموړي زياته کړه چې په دغو کتابونو کې د افغانستان د تاريخ، مذهبونو  او سياست په تړاو ځوانانو ته ناسم فکر ورکول کېږي.

هغه وايي چې د اطلاعات او فرهنګ مسوولين بايد د ورته کتابونو د چاپ او خپرېدو مخنيوی وکړي.

د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رياست مسوولين هم په افغانستان کې د ځينو داسې کتابونو خپرېدل تاييدوي، چې د ځوانانو لپاره يې مطالعه کول زيان لري.

د اطلاعات او فرهنګ ريس صالح محمد خليق وويل چې څه موده وړاندې يې په مزارشريف ښار کې له داسې کتابونو سره مخ شول چې په يو ګاونډي هېواد کې چاپ شوي وو او مطالعه کول يې د ځوانانو لپاره سم نه وو.

login or register a new account.

Related Topics