مهترلام (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٥): په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په ارزښت د شهیدانو پول چارې پیل شوې.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د ليندۍ په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پول ددې ولايت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د شهیدانو په سیمه کې د کابل پر سیند جوړېږي.
هغه زياته کړه، چې ددې پول د کار د پرانستلو په مراسمو کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولسي جرګې او ولایتي شورا غړو د ولایتي ادارې د یو شمېر چارواکیو، د قرغیو ولسوال او د سیمې د قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
ځواک وويل، چې دغه پول چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لارو جوړولو د ملي پروګرام ( NRAP ) برنامې له انکشافي بودیجې تمویلېږي یو څلویښت میلیونه، درې سوه دیرش زره او نه سوه افغانۍ لګښت پرې راځي، چې سل متره اوږدوالی او دواړو غاړو ته د پلیو لارو تر څنګ ۹ متره پراخوالی لري.
د نوموړي په وينا، سربېره پر دې دغه پول دواړو لورو ته ( 0.89 ) کیلومتره د جغل سړک هم لري، چې چارې به یې د نېږدې دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.
د والي وياند وايي، چې د شهیدانو پول په جوړېدو سره نه یوازې په دغه سیمه کې به د زرګونو کورنیو په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته شي، بلکې په امنیتي برخه کې به پر ځینو سهولتونو سربېره د بادپښ ولسوالي د کابل – جلال اباد د لوی لارې سره د ۱۶ کیلومترو په واټن کې ونښلول شي.
هغه زياتوي، چې ياده ولسوالي دا مهال یاده ولسوالي له مرکز مهترلام څخه د ۴۵ کیلومتره په واټن کې لرې پرته ده او له مرکز نه پر وخت رسیده ګي ورته د لارې د خرابوالي له امله نه شي کېدای.
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي پخپلو خبرو کې د پروژې په میعاري او باکیفیته توګه په سرته رسېدو د ټینګار تر څنګ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست ته دنده وسپارله څو د دغې پروژې له چارو په درست ډول قوي نظارت وکړي .
نوموړي ددې پروژې تطبیق کوونکي شرکت ته یې لارښوونه وکړه چې د یادې پروژې چاري د میعار په نظر کې نیولو سره مخکې له ټاکلې مودې سرته ورسوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP