کابل (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٥): په امريکا کې د افغانستان سفير وايي، چې هېواد يې پانګونې ته اړتيا لري، نه مرستو ته .
د افغانستان سفير ډاکټر حمدالله محب دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې د افغانستان او امريکا د سوداګرۍ خونې د سوداګريز پيوستون په دولسم کنفرانس کې کړې دي.
هغه پخپله وينا کې امريکايي پانګه وال وهڅول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي .
نوموړي زياته کړې، هغه څه چې افغانستان سره ډېره مرسته کولی شي پانګونه ده نه مرستې.
د افغانستان سفير ويلي، په افغانستان کې د پانګونې لپاره شرايط برابر دي او افغانستان د نړيوالې سوداګرۍ د سازمان د غړيتوب له ترلاسه کولو څخه راهيسې اوه ويشت قانونونه او مقررې په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د آسانتیا په موخه تصويب کړي دي.
ډاکټر محب وايي، پانګه والو ته يې دا ډاډ ورکړ، چې د افغانستان دولت د هغوی د ځان او پانګې د خوندي ساتلو لپاره له هېڅ ډول هڅو څخه درېغ نه کوي.
د يادونې وړ ده، چې په ياد کانفرانس کې ګڼ شمېر امريکايي سوداګرو او چارواکو هم برخه اخيستې وه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP