کابل (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٥): د کابل پغمان ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځواکونو پر يوه قرارګاه د دوو بريدګرو بريد کې د ملي امنيت د يوه کار کوونکي او يوې ښځې په ګډون درې کسان وژل شوي او درېیو نورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پغمان امنيه قوماندان سمونوال امرالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه نن له غرمې وړاندې ١١:٠٠ بجې د پغمان ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه: ((پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دوو ترهګرو د پغمان ولسوالۍ په مرکز کې د ملي امنيت کار کوونکو پر قراول بريد وکړ.))
هغه زياته کړه چې د دغه بريد له امله د ملي امنيت د يوه کارکوونکي او يوې ښځې په ګډون درې کسان وژل شوي او درې نور چې يو پوليس او يوه ښځه په کې دي، ژوبل شوي دي.
د پغمان امنيه قوماندان زياته کړه چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.
هغه څرګنده کړه چې دواړه بريدګر د پېښې له ځايه تښتېدلي، خو په دې اړه څېړنې روانې دي.
تر اوسه پورې چا د بريد مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP