Language

د غزني زنخان کې اردو ژبې مخ پټي وسله وال پیدا شوي

غزني (پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٥): د غزني د زنخان ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې سيمې ته يې مخ پټي وسله وال ورغلي او په اردو ژبه خبر کوي.

د زنخان ولسوالۍ د ګوډلو سيمې اوسېدونکي سميع الله د ليندۍ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دغه کسان له خپلو کورنيو سره راغلي دي، وسلې لري او د پاکستان پنجابيان دي.))

د هغه په وينا، له يادو کسانو سره د تګ راتګ پر مهال ځيني وختونه وسله وال طالبان هم ليدل کېږي.

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي محمد انور هم پژواک ته وويل چې سيمې ته يې يو شمېر پاکستاني وسله وال ورغلي دي.

د هغه په اند دغه کسان د قيمتي ډبرو د قاچاق په موخه دې ولسوالۍ ته ورغلي دي.

ده زياته کړه: ((ما په خپلو سترګو ولیدل چې په غرونو کې يې خېمې وهلې وې نو حتمن قاچاق کوي بل څه هدف نه لري.))

د دې ولسوالۍ ځينو نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني والي عبدالکريم متين پژواک ته وويل چې د غزني تر څنګ په ټول هېواد کې د طالبانو په ليکو کې پاکستاني وسله وال شته دي.

هغه وايي: ((د طالبانو په لیکو کې نه یوازې پنجابیان، بلکې ازبکستاني، تاجکستاني او نور وسله وال هم شته  دي.))

متين د زنخان په اړه وويل چې دغه کسان د تفريح لپاره نه دي ورغلي او غواړي چې په غزني کې نا امني جوړه کړي.

والي وايي چې د يادې ستونزې د حل لپاره به اړين اقدامات وکړي.

دغه راز د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل پژواک ته وويل چې په غزني کې د پاکستاني وسله والو د مېشتېدو په اړه تر اوسه دوى ته راپور نه رسېدلى.

login or register a new account.