Language

د پژواک د خبريال له خوا اخيستل شوي تصویر لومړى مقام وګاټه

مزارشريف (پژواک، ۲۸ ليندۍ ۹۵): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د هنري اثارو په نندارتون او سيالۍ کې د پژواک خبري اژانس د ويديو خبريال لومړی مقام وګاټه.

دغه ننداره چې تبيان فرهنګي او ټولنيز مرکز له خوا اووه ورځې وړاندې پيل شوې وه، نن د ليندۍ په ۲۸مه، پای ته ورسېده.

د ياد مرکز مسوول سيدمحمد موسوي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ننداره کې له ۱۵۰ ډېر تصويري، انځوريز، خطاطۍ او ګرافيټي هنري اثار نندارې او سيالۍ ته وړاندې شوي وو.

نوموړي زياته کړه چې په سيالۍ کې د هنري اثارو په پورته يادو شوو هره برخه کې د غوره هنري اثر څښتن ته د لومړي مقام سند ورکړل شو.

د پژواک خبري اژانس ويډيو خبريال حبيب الله اکبري د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال، اخيستل شوی تصوير نندارې ته وړاندې کړی و چې لومړی مقام يې وګاټه.

په تصوير کې د يو کس د اوبه څښلو حالت انځور شوی چې له اوسپنيز جال له بل اړخه ورته دويم کس د اوبو بوتل ننويستی او دی ترې اوبه څښي.

دغه تصوير د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د پژواک د ټولنيزو شبکو پر پاڼو هم خپور شوی و چې د ډېرو خلکو پام يې ځان ور اړولی و.

په نندارتون کې د دغه تصوير د ليدو پر مهال محمد زبير پژواک ته وويل چې په تصوير کې يې د انسانيت او ورورولي پيغام تر سترګو شو.

نوموړي زياته کړه چې له همدې امله يې تصوير خوښ شوی او خوشاله دی چې د ده د خوښې تصوير لومړی مقام ګټلی دی.

د پژواک ويډيو خبريال حبيب الله اکبري د خپل هنر په تړاو وويل چې تل په تصويرونو کې د پيغام لېږدولو اړخ ته ډېر پام کوي.

نوموړي د خپل کار په تړاو له پژواک خبري  اژانس څخه مننه وکړه، چې اسانتياوې يې ورته برابرې کړې دي.

صابر نقشنبندي د هنري اثارو په دغه سيالۍ کې د غوره انځورګر جايزه تر لاسه کړه، نوموړي پژواک ته وويل، چې په خپل انځور کې يې د اهل تشيع او اهل سنن د ورورولۍ پيغام لېږدولی وو.

login or register a new account.