ښرنه (پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٥): د پکتيکا په يحيى خېلو ولسوالۍ د یوه ښوونځي د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دغه ښوونځي د ودانۍ جوړولو د کار د پیل په مراسمو کې د پکتيکا د پوهنې سرپرست رييس محمد نسيم واجد نن (د لیندۍ ۲۸مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ښونځي ودانۍ د پوهنې وزارت له پراختيايي بودجې جوړېږي چې چاري به يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.
نوموړی وايي چې دغه ښوونځی به اته درسي خونې، د احاطې دېوال د اوبو منظم سيستم او مجهز تشنابونه ولري او پر جوړېدو یې ۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
واجد وايي، په دې ولسوالۍ کې ټول ۱۹ ښوونځي دي چې یوازې ۴ یې ودانۍ لري او نورو ټولو ښوونځیو زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
دغه راز د پکتيکا والي الياس وحدت په یادو مراسمو کې وويل چې د دغه ښونځي د ودانۍ په جوړېدو سلګونو زده کوونکو ته چې مخکې یې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کولې، مناسب چاپېریال برابر شي.
هغه زياته کړه: ((د زده کړې لپاره چاپېريال ډېر مهم دى، نور هر ښوونځى بايد ټولې اړينې اسانتیاوې ولري.))
وحدت له خلکو وغوښتل چې خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي څو په سيمه کې ستونزې کمې شي.
د کوډلو سيمې اوسېدونکي بهاول خان پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې يوازې څلور ښوونځي ودانۍ لري، د نورو ټولو ښوونځيو زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
ده وويل چې په دې ولسوالۍ کې د قومي جوړښت له مخې امنيتي ستونزې کمې دي نو بايد حکومت يې هم د زده کړو او روغتيا برخو ته ډېره پاملرنه وکړي.
پکتيکا د هېواد له سرحدي ولايتونو څخه دى چې ٣٤٧ ښوونځي لري او له دغه شمېر څخه ٦٠ سلنه يې ودانۍ نه لري.
د پکتيکا په ښوونځيو کې ١٥٥ زره زده کوونکي زده کړې کوي چې نږدې ٣٠ زره يې نجونې دي.
login or register a new account.